د هندوستان نیمايي خلک اوس هم ماسکونه نه اچوي
ایسنا خبري اژانس وايي د هندوستان د روغتیا وزارت وویل د هیواد کابو پنځوس (۵۰) فیصده خلک اوس هم ماسکونه نه اچوي .
د هندوستان د روغتیا وزارت د یوې (۱) مطالعې پراساس وویل د هیواد پنځوس (۵۰) فیصده خلک د ماسکونو له اچولو ډډه کوي او په هغو کسانو کښې چې ماسکونه اچوي څلورشپیته (۶۴) فیصده خلک په سم ډول خپلې پوزې په ماسکونو سره نه پټوي .
د هندوستان د روغتیا وزارت وویل حاضردمه د هیواد په نهو (۹) صوبو کښې له پنځوسو زرو (۵۰۰۰۰) تر یولک (۱۰۰۰۰۰) کسانو پورې د کورونا ناروغان شته او په نولسو (۱۹)نورو صوبو کښې هم له پنځوس زرو (۵۰۰۰۰۰) څخه کم کسان په دغه ویروس ککړ دي .
د هندوستان روغتیا وزارت وویل که چیرې په کورونا ویروس ککړ کس فیزیکي واټن رعایت نکړي نو په یوه(۱) میاشت کښې څلور سوه شپږ (۴۰۶) کسان په دغه ناروغۍ ککړولی شي .
د هندوستان روغتیا وزارت وايي په هیواد کښې خپرې شوي شمیرنې وايي په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې درې لکه نهه پنځوس زره او پینځه سوه یونوي (۳۵۹۵۹۱) نور کسان په کورونا ویروس ککړ شوي او څلور زره دوه سوه نهه (۴۲۰۹) نور ترې مړه شوي هم دي .