د بریتانیا لومړی وزیر له واده مخکی پلار جوړ شوی
زمونږ خبریال وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن د پلار له جوړیدا وروسته د واده د مراسمو د ترسره کولو فیصله کړي ده .
د انګلستان لومړي وزیر بوریس جانسن له خپلې چنغلې میرمن «کیري سائمنډز »سره د واده کولو نیټه اعلان کړه .
د واده د مراسمو له نیټې څخه د لومړي وزیر بوریس جانسن او د هغې د چنغلې کیري سایمنډز خپلوان او دوستان خبر کړې شوي دي .
ویل کیږي چې د بریتانیا لومړی وزیر بوریس جانسن د راتلونکي میلادي کال د جولاۍ د میاشتې په دیرشمه (۳۰) نیټه له خپلې چنغلې سره واده کوي .
دا په داسې حال کښې دي چې شپږپنځوس (۵۶) کلن لومړي وزیر بوریس جانسن او دیرش (۳۰) کلنې چنغلې میرمن کیري سایمنډز په دوه زره نولسم (۲۰۱۹) میلادي کال کښې د کویژدن اعلان کړی و .
د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسن او د هغې چنغله سایمنډز یوځاې د لومړي وزیر په کور کښې وسیږي او تیر کال د دوی یو (۱) ماشوم هم زیږیدلی وو چې نوم یې «ول فریډ لاري نیکولس جانسن» کیښودل شوی و .
د ویلو ده چې دا به انګلستان د لومړي وزیر بوریس جانسن دریم (۳) او د میرمن کیري سایمنډز لومړی (۱)واده وي .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانس لومړی واده په نولس سوه اوه اتیایم (۱۹۸۸) میلادي کال کښې له الیګرا موسټاین اوین سره شوی و چې په نولس سوه درې نویم(۱۹۹۳) کښې په طلاق باندې پاې ته ورسید .
د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په نولس سوه درې نویم (۱۹۹۳) میلادي کال کښې له میرمن «مرینا وهیلر» سره واده کړی و خو پینځویشت (۲۵) کاله وروسته یې په دوه زره اتلسم (۲۰۱۸) میلادي کال کښې هغې طلاق ورکړی و .