هندوستان کې د ودګني کورونا شوه او بیا څه وشول ؟
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې د یوه(۱) ځوان د واده د څیرې د اچولو خوب هغه وخت له خاورو سره خاورې شو چې د ورا یعني د جنج په وخت د هغه د کورونا ازموینه مثبته راووتله .
ویل کیږي چې د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې په «همیر پور »سیمه کښې د څلرویشت (۲۴) کلن ځوان «دهرمیندرا »د ورا یعني د جنج مراسم روان وو او هغه د مي د میاشتې په دوه ویشتمه (۲۲) نیټه د کورونا ازموینه ورکړي وه چې نتیجه یې د ورا په ورځ یعني د جنج په ورځ مثبته راووتله .
د کورونا ویروس د ازموینې په مثبت کیدا سره د ودګني ټولې خوشحالیانې له خاورو سره خاورې شوې .
د هندوستان پولیس او طبي عمله د جنج د مراسمو د مخه د نیولو لپاره هلته ورسیدل او ودګني د قرنطینې مرکز ته انتقال کړی شو .
د هندوستان د دغه ځوان د جنج په مراسمو کښې د ټولو ګډون والو او میلمانو د کورونا ویروس ازموینې روانې دي او دوې به تر هغه وخت په قرنطینه کښې وي تر څو چې د ازموینې نتیجې نه وي اعلان شوي .