میرمنې ته د چرګ په ځاې تولیه واستول شوه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i101594-میرمنې_ته_د_چرګ_په_ځاې_تولیه_واستول_شوه
زمونږ خبریال وايي د فیلپاین هیواد په پلازمینې مانیلا ښار کښې هغه وخت یوه (۱) عجیبه پیښه رامینځته شوه کله چې یوې (۱) میرمنې ته په اینټرنیټ باندې د چرګ د خوراک په ځای سره کړې شوي تولیه(TOWEL) واستول شوه .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 13, 2021 16:17 Asia/Kabul
  • میرمنې ته د چرګ په ځاې تولیه واستول شوه

زمونږ خبریال وايي د فیلپاین هیواد په پلازمینې مانیلا ښار کښې هغه وخت یوه (۱) عجیبه پیښه رامینځته شوه کله چې یوې (۱) میرمنې ته په اینټرنیټ باندې د چرګ د خوراک په ځای سره کړې شوي تولیه(TOWEL) واستول شوه .

د فیلپاین هیواد د مانیلا ښار یوې (۱) بوډې میرمنې «ایلیک پیریز »په اینټرنیټ باندې له یوه (۱) مشهور فاسټ فوډز رستوران څخه سور کړی شوی چرګ وغوښت .

کله چې دغه میرمنې ته د چرګ خوراک ورسید نو هغې د خپل زوي لپاره د سور کړي شوي چرګ د ټوټې ټوټې کولو هڅه وکړه خو هغه ناکامه شوه ځکه چې استول شوی چرګ ډیر سخت او کلک و .

کله چې د فیلپاین هیواد  دغه میرمنه په چاقو سره د چرګ په ټوټې ټوټې کولو کښې ناکامه شوه نو هغې له لاسونو کار واخیست او کله چې هغې سور کړی شوی چرګ ټوټې ټوټې کړی نو حیرانه شوه او پریشانه شوه ځکه چې په هغه کښې د چرګ پر ځاې تولیه وه .

د فیلپاین دغه میرمنې د خپلې غوسې د څرګندولو لپاره له اینټرنیټ سایټونو کار واخیست او په خپل فیسبوک پاڼې کښې یې د خپلې غوښتل شوي ډوډۍ عسکونه او ویډیو خپره کړه .