هندوستان کې عجیبه خوسی زیږیدلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i101798-هندوستان_کې_عجیبه_خوسی_زیږیدلی_دی
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې یو(۱) عجیبه خوسی زیږیدلی دی چې دوه(۲) سرونه ، دوې (۲) خولې ، دوه(۲) غوږونه او څلور (۴) سترګې لري .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jun 17, 2021 14:04 Asia/Kabul
  • هندوستان کې عجیبه خوسی زیږیدلی دی

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په اترپردیش صوبې کښې یو(۱) عجیبه خوسی زیږیدلی دی چې دوه(۲) سرونه ، دوې (۲) خولې ، دوه(۲) غوږونه او څلور (۴) سترګې لري .

دغه خوسی څو ورځې مخکې د هندوستان د اترپردیش صوبې د « اروند یادو» په نوم په یوه(۱) کور کښې زیږیدلی دی او خوسی او مور یې دواړه روغ رمټ دي .

د دغه عجیبه خوسي د زیږیدا خبر تر لیرې پراتو سیمو پورې خپور شوی او له نږدې کلیو او سیمو ډیر خلک د دغه خوسي د لیدو لپاره ورځي .