دغه بې پایلوټه الوتکه شل میاشتې الوت کولای شي
زمونږخبریال وايي د بریتانیا یوه (۱) شرکت د نوي ټیکنالوژۍ په مرستې سره یوه(۱) داسې بې پایلوټه الوتکه جوړه کړي ده چې هغه په پرله پسې ډول شل (۲۰) میاشتې الوت کولی شي .
په دغه بې پایلوټه الوتکې کښې له لمر سترګې یعني سولار انرژۍ څخه کار کونکي ټیکنالوژۍ کارول شوي ده .
د انګلستان دغه بې پایلوټه الوتکه دغه وړتیا لري چې هغه په اویا زره (۷۰۰۰۰) فټه لوړوالي کښې په پرله پسې ډول تر شل (۲۰) میاشتو پورې الوت کولای شي .
د دغه بې پایلوټه الوتکې مهم شیان د هغه وزرونه دي چې کابو یوسل لس (۱۱۰) فټه اوږدوالی لري .
د دغو لویو وزرونو په مرستې سره دغه بې پایلوټه الوتکه تر شلو (۲۰) میاشتو پورې په فضا کښې الوت کولای شي .
سائینس پوهانو ویلي دي چې دغه بې پایلوټه الوتکه د ځمکې ګیرچاپیر د ګرځیدونکو مصنوعي سیارو متبادل کیدلی شي .