زاړه یخچال د جنوبي کوریا ښاریز ډیر شتمن کړ
زمونږ خبریال وايي په قسمت سره چې انسان ته څه ملاویږي نو بې حسابه ملاویږي او د دې خبرې مثال د جنوبي کوریا په یوه(۱) ښاریز باندې صدق کوي .
رسنیو وویل د جنوبي کوریا په جیجو جزیرې کښې یوه() ښاریز د پولیسو په مرکز کښې د لومړي ځل لپاره په خپل ډول یوه (۱) غوښتنه وړاندې کړي ده .
د جنوبي کوریا دغه ښاریز پولیسو ته ویلي چې ده دا اینټرنیټ له لارې یو(۱) استعمال شوی او زوړ یخچال واخیست او د صفایۍ او وینځلو په وخت د هغه لاندې یولک دیرش (۱۳۰۰۰۰) امریکايي ډالر چې په چسب سره لګول شوي موندل شوي .
د جنوبي کوریا پولیسو تحقیقات پیل کړي دي او کوشش کوي چې د دغه یخچال مخکنی مالک څوک دی او دغه یخچال چا اخیستونکي ته رسولی دی .
د جنوبي کوریا د قوانینو پراساس که چیرې د دغو یولک دیرش زره (۱۳۰۰۰۰) ډالرو اصلي مالک پیدا نشي نو هغه کس ته چې دغه یخچال یې اخیستی دی دغه ټول ډالر ورکول کیږي .