د امریکا شرکت الوت کونکی موټر سائیکل جوړوي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i104542-د_امریکا_شرکت_الوت_کونکی_موټر_سائیکل_جوړوي
زمونږ خبریال وايي په راتلونکو دوو (۲) کلونو کښې به الوت کونکی موټرسائیکل بازار ته وړاندې شي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 20, 2021 16:24 Asia/Kabul
  • د امریکا شرکت الوت کونکی موټر سائیکل جوړوي

زمونږ خبریال وايي په راتلونکو دوو (۲) کلونو کښې به الوت کونکی موټرسائیکل بازار ته وړاندې شي .

د امریکا یو(۱) شرکت جیټ پیک ایوي ایشن خپل الوت کونکی موټر سائیکل دا سپایډر (spider) جوړوي او دغه موټر سائیکل به تر دوه زره درویشتم (۲۰۲۳) میلادي کال پورې په هوا کښې د الوت لپاره تیار شي .

د امریکا په کیلي فورنیا ایالت کښې دیره دغه شرکت هیله من دی چې مصرفونکو لپاره به  د دغه موټر سائیکل دوه (۲) ډولونه جوړ شي چې مصرفونکي یې اخیستلی او چلولی شي .

دغه الوت کونکی موټرسائیکل به له فلایټ کنټرول سره وصل وي او په جوړیدا به یې یو نیم کال ولګیږي .