د فرانسې ښاریزو ته د پیشو پرځاې کوم شی واستول شو ؟
په فرانسې کښې یوې (۱) ښځې او خاوند د پیشوګانو د ترټولو ګرانبیه پیشو د اخیستلو لپاره په اینټرنیټ باندې سفارش ورکړ .
کله چې د فرانسې دغه ښځې او خاوند ته سفارش شوی شی واستول شو نو دوې بیخي حیرانه شول .
رسنیو وویل چې د فرانسې یوې (۱) میرمنې او د هغه خاوند د سوانح کیټ په نوم د یوې (۱) ګرانبیه نسل پیشو لپاره په اینټرنیټ باندې یوه (۱) شرکت ته سفارش ورکړ او نوموړي شرکت هم د پیشو پرځاې د پړانګ بچی ورولیږ .
رسنیو وویل چې د دغه پیشو بیه کابو شپږزره (۶۰۰۰) یورو ده .
د فرانسې دغه میرمنې او خاوند له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل په اینټرنیټ باندې له دغه سفارش شوي پیشو سره له اوه (۷) ورځې تیرولو وروسته مونږ ته شک راپید شو چې هغه پیشو نه ده او دوې سمدستي پیشو د ځناورو ډاکټر ته بوتله او هلته معلومه شوه چې هغه پیشو نه بلکې د پړانګ بچی دی .
پولیس چې کله له دغه پیښې خبر شول نو هغوې د دغه ښځې او د میرمنې په شمول نهه (۹) کسان د ځانورو د زنداني کولو په تور ونیول .