د هندوستان انجلۍ د مسواک له کبله ولې مړه شوه ؟
(last modified Sat, 18 Sep 2021 08:16:15 GMT )
Sep 18, 2021 12:46 Asia/Kabul
  • د هندوستان انجلۍ د مسواک له کبله ولې مړه شوه ؟

زمونږ خبریال راپور راکړی د هندوستان اتلس (۱۸) کلنه انجلۍ « افسانه » د ټوټ پیسټ (tooth paste) پرځاې د موږکانو په زهر سره خپل غاښونه پاک کړل او خپلې کورنۍ ته یې هیڅ ونه ویل او بیا څه وشول ؟

د هندوستان دغه انجلۍ چې کله په غلطۍ سره د ټوټ پیسټ (tooth paste) ملم په ځاې په خپلو غاښونو باندې د موږکانو زهر ولګول او په مسواک سره یې غاښونه ووهل نو هغه مړه شوه .

ویل کیږې چې د  هندوستان دغه اتلس (۱۸) کلنې انجلۍ د سهار په وخت له خوبه ویښه شوه او لږ شان ویده ویده وه او په غلطۍ سره یې د ټوت پیسټ پرځاې له ځان سره نږدې کیښودل شوي د موږکانو زهر پورته کړل او ورسره یې غاښونه پاک کړل .

د هندوستان دغه انجلۍ د ټوټ پیسټ په ذایقې کښې د فرق او خوند په محسوس کولو سره هغه له خولې تل کړ  او خوله یې ووینځله او څو ساعته وروسته د هغې سر په ګډیدا شو .

د هندوستان دغه انجلۍ د خپلې کورنۍ له ویرې څخه ځینې درمل وخوړل ځکه یې خیټې یې ډیر درد کاوه خو هغه ښه نشوه .

د هندوستان دغه انجلۍ بالاخره د خپلې کورنۍ غړیو ته په خپلې غلطۍ اعتراف وکړ او هغه یې روغتون ته یووړه او هلته د هغې صحت نور پسې خراب شو او هغه مړه شوه .