Apr 21, 2024 12:37 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو د لومړي وزیر پرضد مظاهرې وشوې

زمونږ خبریال راپور راکړی صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو په تل اویو کښې په مظاهرو سره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د لیرې کولو او له غزې تړانګې سره په جنګ کښې د بندیانو د سمدستي تبادلې او د وارمخکې انتخاباتو د ترسره کیدا غوښتنه وکړه.

د «یسرائیل هیوم« ورځپاڼې د راپور پراساس د اسرائیلو د مرکز تل اویو په شمول د ټول نیواکي فلسطین په پینځه پنځوسو سیمو کښې د صهیونیست رژيم د کابینې پرضد مظاهرې وشوې.

د غزې تړانګې پرضد د جنګ له دوام  او په دغه جنګ کښې د صهیونیسټ رژیم د هدفونو له نه محقق کیدا سره په یووخت په نیواکي فلسطین کښې اعتراضیه غونډې ترسره کیږي.

د اسرائیلو رژیم پوځ د تیر میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه د طوفان الاقصی د عملیاتو له پیل راهسې د څاروي ډوله حملو په ترسره کولو سره د غزې تړانګې د خلکو، ماشومانو او د ښځو وژلې ته دوام ورکړي دی خو تراوسه نه دی توانیدلی هغو هدفونو ته چې د ځان لپاره یې ټاکلي دي ورسیږي.

په غزې تړانګه کښې له اوربند سره د صهیونیسټ رژيم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو مخالفت د اسرائیلو له زندانونو څخه د فلسطیني بندیانو د خوشي کیدا په مقابل کښې د صهیونیسټي قیدیانو  د ازادیدا  لپاره موافقې ته د رسیدا امکان له مینځه وړی دی او یوشمیر صهیونیسټ بندیان د تل اویو رژيم لخوا د غزې تړانګې په بیلابیلو سیمو باندې د څاروي ډوله بمباریو له کبله وژل شوي هم دي.

 

ټیګونه