د پیشو بریتونه کوم کارندوالی لري ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i90720-د_پیشو_بریتونه_کوم_کارندوالی_لري
زمونږ خبریال وایي د ټولو پیشوګانو بریتونه وي او یوه(۱) عام خبره دا ده چې پیشوګانې د خپلو بریتونو په وسیله د خپل بدن انډول ساتي .
(last modified 2024-08-04T07:10:57+00:00 )
Jun 13, 2020 11:45 Asia/Kabul
  • د پیشو بریتونه کوم کارندوالی لري ؟

زمونږ خبریال وایي د ټولو پیشوګانو بریتونه وي او یوه(۱) عام خبره دا ده چې پیشوګانې د خپلو بریتونو په وسیله د خپل بدن انډول ساتي .

بیخي هماغه شان چې اکثره د ښکرو لرونکو ځناورو په هکله همدغه شان تفکر شته .

خو کارپيژاندي وايي چې د پیشوګانو او د ښکرو لرونکو ځناورو په هکله دا ډول تفکر او تصور بیخي غلط دی .

د پیشوګانو د بریتونو د خپل جسم د انډول له ساتلو سره هیڅ اړیکه نشته .

د نیسټ ویب سایټ (nest wevsite) د راپور پراساس د پیشوګانو  بریتونه په اصل کښې د یوه (۱) سنسر(sensor) په توګه کار کوي .

پیشو په بریتونو سره د واټن د ځای او د بیلابیلو شیانو د اندازې او سایز پته لګوي او  بریتونه پیشو  له دغو شیانو خبروي .

پیشو حتی په تیارې کښې هم د خپلو بریتونو په وسیله کوم واټن یا د کوم شي سایز او اندازه معلومولی شي .

د تفصیل له مخې د پیشو بریتونه د تنګو ځایونو د بیلګې په توګه د موږکانو د سوړو او سوریو وغیره د پلنوالي اندازه هم اخیستلی شي .

پیشو په تیارې کښې هم د خپلو بریتونو په وسیله د موږکانو سوری معلومولی شي چې هغه څومره پلنوالی لري .

که چیرې پیشو کوم ټنګ ځای ته ننوځي نو دا د  هغې بریتونه دي چې ورته وايي دې دغه تنګ ځای ته ننوتلی شي او دننه  به ښخه نشي .

کارپيژاندي بیا زیاتوي د پیشو د بریتونو  مختلف حالتونه د هغې د طبیعت او موډ په هکله معلومات ورکوي .

()

که چیرې د پیشو بریتونه په پرسکون حالت کښې لاندې خوا ته ټیټ وي نو معنا یې دا ده چې پیشو هم په پرسکون حالت کښې ده او هغه ارام کوي .

()

که چیرې د پیشو بریتونه دواړو خواو ته ولاړ وي نو مطلب یې دا ده چې هغه د دفاع کولو په حالت کښې ده او ډیره غوسه ده یا له کوم شي څخه ډر شوي ده .

()

که چیرې د پیشو بریتونه مخ خوا ته ولاړ  وي نو مطلب یې دا دی چې پیشو په کوم تجسس کښې ده او د کوم شي ښکاره کولو هڅه کوي یا د لوبو د کولو په حالت کښې ده .

کارپيژاندي وايي د پیشو بریتونه څرنګه چې یو باقاعده غړی دی نو ځکه خو هغه د پیشو لپاره د سنسر(sensor) کار ترسره کوي .

نو ځکه خو هیڅکله باید د پیشو بریتونه غوڅ نه کړې شي ځکه چې دا به داسي وي لکه چې د پیشو سترګې ایستل شوي وي .