د اینټرنیټ ډیر کارول د خپګان سبب کیږي
زمونږ خبریال وايي په ایکونومیسټ (The Economist) مجلې کښې په یوه خپاره شوي راپور کښې ویل شوي دي د اینترنیټ زیات کارول د خوب د کمیدا ،په انلاین ډول د زور وینې او د خپل جسمي جوړښت په هکله د خپګان او د ځینو شیانو د له لاسه ورکولو او د ویرې سبب کیږي .
دغه راپور وايي فیسبوک اینټرنیټ پاڼه د انسان د ذهن هغه برخې متحرک کوي کومې چې د جوارې یا د نشه ییزو موادو په استعمال متحرکې وي .
له بیلابیلو موبائیل اپلیکیشنونو ( applications) څخه هم دغه خبره ثابته شوي ده .
په اینسټاګرام اینټرنیټ پاڼې باندې هره ورځ یو ساعت کار کونکي درې شپیته (۶۳) فیصده کسان داسې خلک وو چې په خپل ژوند کښې خوشحال نه وو او په فیسبوک پاڼې باندې یو(۱) ساعت کارکونکي نهه پنځوس (۵۹) فیصده خلک بیا له خپل ژوند څخه راضي نه وو .
په ایکونومیسټ مجلې کښې په خپرې شوې نظر پوښتنې کښې ویل شوي دي چې په بریتانیا کښې له څوارلس (۱۴)کلونو څخه تر څلرویشتو (۲۴) کلونو پورې ځوانانو کښې یو نه یوډول ذهني مریضي شته چې علت یې هم د اینټرنیټ د ټولنیزو سایټونو زیات استعمال او کارول دي .