له کورونا ویروس څخه بل خطرناک افت راتلونکی دی
زمونږ خبریال وايي دنیا همدا اوس له کورونا ستر مصیبت څخه نه ده خلاصه شوي چې د جرمني د ډویچې بانک په څارنې سره په یوه () ترسره شوي تحقیق کښې له کورونا ویروس څخه د یوه بلې خطرناکې ناروغۍ او وبا د رامینځته کیدا ادعا شوي ده .
کارپيژاندو ویلي دي په راتلونکو لسو (۱۰) کلونو کښې له څلورو (۴) ورانیو او تباهۍ رامینځته کونکو پیښو څخه د یوې نه یوې پیښې د درې دیرش (۳۳) فیصده رامینځته کیدا امکان شته .
په دغو څلورو (۴) پیښو کښې لومړۍ (۱)پیښه د زکام یعني فلو ( flu) وبا ده چې په نړیواله سویه به خپور شي او له شلو (۲۰) لکو زیات کسان به ووژني .
دوهمه (۲) پیښه هم د ستر اتشان فشان چاودیدل او دریمه (۳) پیښه هم له لمر سترګې څخه د اوچتیدونکي خطرناک طوفان په وجه په ځمکه کښې د تباهۍ رامینځته کیدل او څلورمه (۴) پیښه هم د دریم (۳) نړیوال جنګ رامینځته کیدل دي .
کارپيژاندو ویلي دي که چیرې په دغو څلورو(۴) پیښو کښې یوه (۱) پیښه هم رامینځته شوه نو له کورونا ویروس څخه به زیات کسان ووژني .
ماهرانو ویلي دي چې په راتلونکو لسو (۱۰) کلونو کښې له دغو څلورو (۴) پیښو څخه د یوې نه یوې پیښې د رامینځته کیدا امکان درې دیرش () فیصده دی او په راتلونکو شلو (۲۰) کلونو کښې له نومړیو څلورو (۴) پیښو څخه د یوې نه یوې پیښې د رامینځته کیدا امکان شپږپنځوس (۵۶) فیصدو ته رسیدلی شي .
په راتلونکو شلو (۲۰)کلونو کښې له یوې سترې تباهۍ سره د انسانانو د مخ کیدا زیات امکان شته .
کارپيژاندي وايي دغه تباهۍ به دومره ویرونکي وي د کومو مثالونو چې مونږ په مذهبي کتابونو کښې لولو .
د بیلګې په توګه یوسل پنځوس (۱۵۰) کاله مخکې یو(۱) شسمي طوفان راغلی و او هغه وخت د دنیا نظام مختلف و او که چیرې هغسې طوفان نن سبا راشي نو زمونږ بریښنا کوټونه ، د سپوږمکۍ ارتباطات ، د اینټرنیټ ارتباطات وغیره وغیره به له مینځه ولاړ شي او دنیا به په تیارې کښې ډوبه شي .
په اتلس سوه نهه پنځوسم (۱۸۵۹) میلادي کال کښې په شمالي امریکا کښې د شمسي طوفان له کبله د ټیلیګراف لیکې له مینځه تللي وې او نن سبا زیات نظام د هغه وخت د ټیلیګراف په شان دی چې په کامل ډول به تباه شي .