د هندوستان ماسک د ډوډۍ په شان دی
Jul 13, 2020 12:36 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي د هندوستان ښاریزو د سرو زرو او د سپینو زرو له ماسکونو جوړولو وروسته اوس د ډوډۍ یعني د پراټهې والا ماسکونه هم نندرې ته وړاندې کړي دي .
د هندوستان په جنوب کښې د تامل ناډو صوبې د یوه (۱) رستوران مالک د فیس ماسک په شان پراټها چمتو کړي ده چې ویډیو یې په اینټرنیټ پاڼو باندې خپره شوي هم ده .
د هندوستان په دغه رستوران کښې د ماسک په شان له دوو (۲) پراټهو سره یخني یعني شوروا په پنځوس (۵۰) روپۍ کښې ملاویږي .
د هندوستان د رستوران مالک وویل د ماسک په شان د پراټهو د پخولو مقصد د خلکو د پوهې زیاتول دي او خلکو هم د دغه کار هرکلی کړی دی .
ټیګونه