د پاکستان څوکیدار د ایم فیل سند ترلاسه کړی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i91819-د_پاکستان_څوکیدار_د_ایم_فیل_سند_ترلاسه_کړی
زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پیښور پوهنتون د شیخ زید اسلامي مرکز څوکیدار نور مرجان خان د خپل محنت او زیار په سبب د ایم فیل ( Master of Philosophy) سند ترلاسه کړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 28, 2020 10:41 Asia/Kabul
  • د پاکستان څوکیدار د ایم فیل سند ترلاسه کړی

زمونږ خبریال وايي د پاکستان د پیښور پوهنتون د شیخ زید اسلامي مرکز څوکیدار نور مرجان خان د خپل محنت او زیار په سبب د ایم فیل ( Master of Philosophy) سند ترلاسه کړ.

نور مرجان خان د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د ضلع خیبر سیمې وسیدونکی دی او هغه له تیرو شلو(۲۰) کلونو راهسې په پوهنتون کښې څوکیداري کوي او له څوکیدارۍ سره سره یې خپلو زده کړو ته هم دوام ورکړی دی .

نور مرجان خان وویل ما  چې د کوم مقصد لپاره لوړې زده کړې کړي وې هغه تراوسه نه دی پوره شوی .

نور مرجان خان وايي چې زه شل (۲۰) کاله مخکې د میټیرک یعني د لسم(۱۰)  ټولګي  له امتحان وروسته په پوهنتون کښې د څوکیدا په توګه ګمارل شوی م او اوس ما د ایم فیل ( Master of Philosophy)سند ترلاسه کړی دی خو اوس هم څوکیدار یم او پته نشته چې تر کومه وخته به څوکیدار وم .

نور مرجان خان په اسلامیات مضمون کښې ایم فیل کړی دی او د هغه د مقالې موضوع هم د قبائیلي ضلعو له  رسمونو او دودونو سره  د هندوانو او د سیکانو د  رواجونو او د دودونو د ټکر جاج اخیستل وو .

د پاکستان د خیبر پښتونخوا صوبې د پیښور پوهنتون د شیخ زید اسلامي مرکز د څوکیدا نور مرجان خان له حکومت او د پوهنتون له چارواکو څخه غوښتنه کړي ده چې ما ته د خپلو زده کړو او سواد  پراساس کار راکړل شي .

هغه وايي چې ما د بي ایډ او د  ایم ایډ په شمول ایم فیل سند ترلاسه کړی دی کوم چې د زده کړې له څانګې سره اړه لري او په  همدې خاطر که چیرې ما ته د استاد یعني لیکچرر کار نه راکوئ نو لږ ترلږه د ټیچینګ اسیسټنټ کار خو راکړل شي چې زه خپل تعلیم او زده کړه د خپلو بچیانو د ښه راتلونکي لپاره وکاروم .