ماسک باید څومره موده واچول شي ؟
زمونږ خبریال وايي د کورنا نړیوالې ساري ناروغۍ څخه د ځان د بچ ساتلو لپاره د ماسک له اهمیت څخه هیڅوک انکار نشي کولای .
خو پوښتنه دا ده چې کوم ډول ماسکونه باید څومره وخت واچوال شي او د عام انسان لپاره دغه ماسکونه څومره ضروري دي .
له کورونا ناروغۍ څخه د بچ پاتې کیدا په مورودونو کښې د ماسکو اچول ډیر مهم ګڼل کیږي .
د ماسکونو په اچولو سره د انسان په بدن کوم ډول اغیزونه کیږي په دې هکله اوس د طبي کارپيژاندو او ډاکټرانو رایې مخ ته راغلي دي .
د پاکستان د سیند صوبې د کراچۍ ښار د روتهه فاو سیول هسپتال مشر ډاکټر نور محمد سومرو وویل د سرجیکل این پینځه نوي (N95 mask or N95 respirator) یا کی این پینځه نوي( KN95, ) ماسکونو تر اتو(۸) یا لسو (۱۰) ساعتونو پورې اچول د انسان د بدن لپاره تاوان لري .
طبي کارپيژاندي وايي چې له کورونا ویروس څخه د بچ کیدا لپاره عام سړي ته یوازې د سرجیکل ماسکونو اچول کافي دي .
د روغتیا د چارو کارپیژاندي وايي کوشش وکړئ که چیرې تاسو په کوم ځای کښې یوازې یاست او بل څوک درسره نشته نو ماسک لیرې کړئ چې د تاسو جسم ته د تازه اکسیجن د ورتلو زمینه برابره وي او د سا په اخیستلو کښې له ستونزې سره مخ نشئ .
د پاکستان د کراچۍ ښار ډاکټر نور محمد سومرو وویل د کورونا ویروس د خپریدا په ورځو کښې خلکو ته د پلاسټیک دستانو د اچولو هیڅ اړتیا نشته البته عفوني ضد مواد یعني هینډ سینټایزر(hand sanitizer) کارول ضروري دي چې په لاسونو کښې موجود مایکرو او جراثیم له مینځه ولاړ شي .