میګرین د سر ترټولو خطرناک درد دی
زمونږ خبریال وايي درد شقیقه یعني میګرین د سر درد ترټولو خطرناک ډول دی او په یوګا ورزش سره درد شقیقه کمیدلی شي .
د یوګا ورزش ډولونه په سکون سره له انسان سره د ژوند په کولو کښې مرسته کوي .
درد شقیقه د انسان د نیم سر درد یعني نیم سر خوږیدا ته وايي دغه درد د سر ښي یا کیڼ لوري ته کیدلی شي .
په درد شقیقه کښې اولټۍ راتلل او زړه کچه کیدل شامل او دغه درد د زیات شور او په لوړ غږ سره د اوازونو او د رڼا په وجه نور هم زیاتیږي .
د درد شقیقه مریض د رڼا په نسبت ځان په تیارې کښې زیات له سکون څخه ډک احساسوي .
()
د میګرین یعني درد شقیقه درملنه په کوم ډول کیدلی شي ؟
طبي کارپيژاندي وايي د میګرین یعني د درد شقیقه ناروغان باید د سړې ډوډۍ او د ګرمې ډوډۍ له خوړلو ډډه وکړي .
د میګرین په وخت د ناروغه کس پښې او پونډې په تیلو سره مالش کیدلی شي .
له میګرین څخه د بچ کیدا لپاره مریض باید له تیز خوشبو ، ناڅاپه رڼا ته له مخامخ کیدا او له پریشانیو څان لیرې وساتي او له سکون څخه په ډک ډول د ژوند د تیرولو هڅه وکړي .
د میګرین په وخت د هرډول خواړو له استعمال څخه باید ډډه وکړئ .
د میګرین درد په وخت له ذهني کار څخه ډډه وکړې شي او په خلاصې فضا کښې باید سا واخیستل شي او پلي مزل کوم هم له مریض سره د سر درد په ښه کیدا کښې مرسته کولای شي .
()
د میګرین یعني د سردرد په وخت د یوګا ورزش له بیلابیلو ډولونو استفاده کولای شو .
()
د ماشومانو په شان اپوټه (Child pose)څملی .
د یوګا ورزش په دغه ډول سره د انسان عصبي نظام یعني د اعصابو نظام له سکون څخه ډک کیږي ، د هغه کارندوالي ښه کیږي د یوګا دغه ډول د سر درد دکمید لپاره ګټور دی .
()
د پیشو په شان د خپل د بدن وژې کش کړئ (Cat Strech)
انسان چې کله د پیشو په شان د خپل د بدن وژې کش کوي نو په جسم کښې د وینې په ښه ډول د ګردش کولو کار ترسره کیږي .
د پیشو په شان د وژلو کش کولو په وجه د انسان دماغ پرسکون کیږي .
()
ځان سست کړئ او له سکون څخه په ډک ډول په ځمکه څملی (Corpse Pose )
د یوګا ورزش د دغه ډول په وجه د انسان بدن د مراقبې په بڼه کښې ورځي چې له کبله یې له جسمي او ذهني پریشانۍ په وتلو کښې مرسته کیږي .
تاسو په ځمکه څملی او ځان په سکون کښې د سانلو هڅه وکړئ د یوګا ورزش په دغه ډول سره به د انسان د اورمیګ وژې هم له سکون څخه ډکې شې او په سر درد کښې به هم کموالی راشي .
()
تاسو باید د اپوټه وي(V) په بڼه کښې ودریږئ (Standing forward bend)
()
د یوګا ورزش دغه ډول د انسان جسم ته د وینې د رسولو لپاره ترټولو مناسبه روده ګڼل کیږي .
د یوګا ورزش په دغه ډول او رودې سره د وینې او د اکسیجن د اړتیا وړ اندازه د انسان اعصابو ته رسیږي چې له کبله یې انسان ځان له سکون څخه ډک او له خپګان څخه لیرې کیدونکی احساسوي .