د هندوستان خلکو د بزې عبادت پیل کړ
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92150-د_هندوستان_خلکو_د_بزې_عبادت_پیل_کړ
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په شمال ختیځ کښې په مظفر پور سیمه کښې بزې یو (۱) داسې بچی زیږولی دی چې پوزه یې اصلا نشته او خلکو د چیلۍ د بچي عبادت پیل کړی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2020 01:40 Asia/Kabul
  • د هندوستان خلکو د بزې عبادت پیل کړ

زمونږ خبریال وايي د هندوستان په شمال ختیځ کښې په مظفر پور سیمه کښې بزې یو (۱) داسې بچی زیږولی دی چې پوزه یې اصلا نشته او خلکو د چیلۍ د بچي عبادت پیل کړی دی .

د هندوستان په مظفر اباد سیمه کښې د بزې د دغه زیږیدلي بچي له سترګو سره جوښت د هغه خوله ده خو پوزه یې نشته .

د دغه عجیبه بزې بچي د لیدو لپاره چې تور او سپین رنګ لري ګڼ شمیر خلک دغه سیمې ته ورځي .

په هندوستان کښې د یوې(۱) سترګې لرونکي بزې ، غواګانې او یا نور ځناور سپیڅلي ګڼل کیږي .

د هندوستان یوې میرمنې وویل مونږ تراوسه د دغه بزې په شان عجیبه څاروی نه دی لیدلی او یوازې خدای پاک پوهیږي چې دا څه دي .

د بزې د بچي مالک چې غوښتل نوم یې ونه ښودل شي وویل له کله چې د بزې بچی زیږیدلی دی نو ګڼ شمیر خلک زما د کور د باندې موجود دي او د چیلې د دغه بچي عبادت کوي .

هغه وايي چې د بزې دغه بچی اوس پریشانه دی او مونږ خلک د هغه له عبادت کولو منع کړي دي .

هغه وویل د کلي خلک د بزې دغه بچی یو(۱) عجیبه کار ګڼي او باوري دي چې د دغه بزې عبادت وکړې شي .