د ویټنام ښاریز د خاورینو لوخو ستر مینه وال دی
زمونږ خبریال وايي په ویټنام هیواد کښې یوه(۱) سړي خپل کور په زرګونو لوخو سره ښکلی کړی دی .
هسې خو هر څوک د خپل کور د ښکلي کولو او ښه ښودلو لپاره په خپل اندازه کښې کور ښکلی کوي چې پکښې ډیر فانوسونه او نور ګرانبیه شیان نصبوي .
خو ځينې خلک بیا خپل کور په دې ډول ښکلی کوي چې نور خلک بیخي حیرانوي .
همدا ډول په ویټنام هیواد کښې له زرګونو خاورینو لوخو څخه یو(۱) کور شته چې ویډیو او عکسونه یې په اینټرنیټ پاڼو کښې خپاره شوي دي .
د ویټنام یو (۱) ښاریز «نګوئن وین» د خاورو له لوخو سره بیخي زیاته مینه لري او هغه له لرغونو لوخو او اثارو سره هم ډیره دلچسپۍ لري او هغه د خپل ژوند پینځویشت(۲۵) کلونه د خپل کور په ښکلي کولو لګولي دي .
د ویټنام ښاریز نګوئین وین له کابو لسو زرو (۱۰۰۰۰) خاورینو لوخو څخه خپل کور ښکلی کړی دی او .
له خاورینو لوخو سره د ویټنام د دغه ښاریز دلچسپۍ له نولس سوه شپږ اتیایم (۱۹۸۶) میلادي کال څخه پیدا شوي وه .
د ویټنام دغه ښاریز نجار یعني ترکان و او هغه د خلکو په کورونو ته په ورتلو سره هلته د لرګي کار کاوه .
د ویټنام دغه ښاریز به چې کله دخلکو په کورونو کښې خاورین لوخي لیدل نو ډیر به خوشحاله کیده او له دغو لوخو سره یې دلچپسۍ پیدا شوه .
هغه خپلې ټولې پیسې او عاید د ښکلیو خاورینو لوخو په اخیستلو ولګاوه .
د ویټنام دغه ښاریز به خاورین لوخي له خپلو ګاونډیانو او بیلابیلو هیوادونو ته په سفرونو سره اخیستل او هغه به یې په خپل کور کښې په دیوالونو نصبول .