د ایټالیا حکومت چرګ جرمانه کړی دی
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92207-د_ایټالیا_حکومت_چرګ_جرمانه_کړی_دی
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د بیلابیلو هیوادونو او د سیمو خلک د چرګ د اذان کولو یا بانګ وهلو له فطرت څخه په ښه ډول خبر دي او عموما ځینې خلک بیا د چرګ په غږ سره خپل سهار پیلوي خو ځینې کسانو ته بیا د چرګ غږ ښه نه لګي او هغه په خپل خوب کښې خنډ ګڼي او له چرګ څخه بیزاره دي .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Aug 13, 2020 10:01 Asia/Kabul
  • د ایټالیا حکومت چرګ  جرمانه کړی دی

زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د بیلابیلو هیوادونو او د سیمو خلک د چرګ د اذان کولو یا بانګ وهلو له فطرت څخه په ښه ډول خبر دي او عموما ځینې خلک بیا د چرګ په غږ سره خپل سهار پیلوي خو ځینې کسانو ته بیا د چرګ غږ ښه نه لګي او هغه په خپل خوب کښې خنډ ګڼي او له چرګ څخه بیزاره دي .

همدغه شان یوه (۱) پیښه د ایټالیا په کاسټیراګا ویډراډو سیمه ښارګي کښې رامینځته شوه چیرې چې درې اتیا (۸۳) کلن  سړی انجلیو بولیټي د سهار په وخت د چرګ د غږ کولو په وجه یوسل شپږ شپیته  (۱۶۶) یورو جرمانه شو .

د ایټالیا دغه درې اتیا (۸۳) کلن ښاریز انجلیو بولیټي وویل چې د کارلینو په نوم یو(۱) چرګ زما په باغ کښې له تیرو لسو (۱۰) کلونو راهسې وسید .

د ایټالیا دغه ښاریز بالاخره د ګاونډیاتو لخوا له شکایت وروسته دغه چرګ خپل یوه(۱) دوست ته ورکړ .

خو کله چې د انجلیو بولیټي دوست په لس (۱۰) ورځې رخصتۍ تللی و نو دوست ورته چرګ بیرته ورکړ خو د ګاونډیو لخوا  پولیسو ته له شکایت کولو وروسته پولیسو د انجلیو بولیټي په کور چاپه ووهله او هغه یې د چرګ د بانګ وهلو په خاطر ۱۶۶ یورو جرمانه کړ .

د ویلو ده چې دا لومړۍ پیښه نه ده چې د چرګ له بانګو په تنګیدا سره خلک پولیسو ته شکایت کوي بلکې له دې مخکې هم په فرانسې کښې یوه(۱) سړي او ښځې د سهار په وخت د چرګ د بانګ وهلو پرضد پولیسو ته شکایت کړی و خو د محکمې او د وکیلانو ترمینځ له څو ورځې بحثونو وروسته عدالت د انسانانو پرځاې د چرګ په حق کښې فیصله کړي وه .