ومپایر ښاپیرک ټولنیز واټن رعایتوي
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92342-ومپایر_ښاپیرک_ټولنیز_واټن_رعایتوي
زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس له خپریدا وروسته په ټوله دنیا کښې د ټولنیز واټن د رعایتولو موضوع بیا بیا اوریدل کیږي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 19, 2020 09:45 Asia/Kabul
  • ومپایر ښاپیرک ټولنیز واټن رعایتوي

زمونږ خبریال وايي د کورونا ویروس له خپریدا وروسته په ټوله دنیا کښې د ټولنیز واټن د رعایتولو موضوع بیا بیا اوریدل کیږي .

خو یو(۱) په زړه پورې حقیقت دا دی چې د طبعیت او د فطرت په کارخانه کښې ځینې ځناور هم له خپلو ناروغو او بیمارو ملګرو څخه ځانونه لیرې ساتي یا د ناروغو ځناورو د رغیدا هڅه کوي .

د ناروغه کیدا په بڼه کښې د ټولنیز واټن رعایتول په مشهورو ومپایر ښاپیروکو کښې لیدل شوی دی .

که چیرې د ومپایر ښاپیروک ملګري یا کوچنی بچیان ناروغه شي نو نور سالم او روغ  ځناور ځانونه له هغوې لیرې ساتي او د هغوې روزنه پریږدوي خو دغه روغ رمټ ځناور ناروغه ښاپیروکو ته ډوډۍ ورکوي او که چیرې دوې داسې ونکړي نو ناروغۍ د ځناورو ټولو سیمو ته خپریدلی شي .