تاسو قضاوت وکړئ ایا دا وچه پاڼه ده ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i92483-تاسو_قضاوت_وکړئ_ایا_دا_وچه_پاڼه_ده
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د خدای پاک د خلقت داسې په زړه پورې او شاندارې نظارې شته چې په لیدو سره یې انسان حیرانیږي او په خپلو سترګو سره د دغو نظارو په لیدو سره یې باور نه راځي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 26, 2020 06:16 Asia/Kabul
  • تاسو قضاوت وکړئ ایا دا وچه پاڼه ده ؟

زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د خدای پاک د خلقت داسې په زړه پورې او شاندارې نظارې شته چې په لیدو سره یې انسان حیرانیږي او په خپلو سترګو سره د دغو نظارو په لیدو سره یې باور نه راځي .

په ټوله نړۍ کښې داسې ډیر بې شمیره ګلان ، میوې ، بوټي ، ونې او حشرات داسې شته چې په لیدو سره مونږ حیرانه کیږو او نن مونږ تاسو ته د یوه(۱) شاپرک په هکله معلومات درکوو .

د ډیډ لیف بټر فلايي (Dead Leaf Butterfly) په نوم دغه

لولکی یا کمبلې ( butterfly.)  په اسیايي هیوادونو لکه هندوستان ، جاپان  ، تايي لینډ وغیره کښې شته کوم  چې په لیدو سره د ونې د یوې (۱) وچې پاڼي په شان ښکاري .

د دغه رنګ په رنګ او ښکلي  لولکې یا کمبلې ښکلا په خپل ځای خو د هغه خاص ځانګړتیا دا ده چې دا د ونې د یوې (۱) وچې پاڼي په شان ښکاري .

کله چې لولکې   احساسوي چې ورسره نږدې خطر شته نو هغه سمدستي خپلې وزرې بندوي چې له کبله یې دغه اندازه او پته لګول ناممکن کیږي چې دا یوه (۱) لولکې ده  یا د ونې کومه وچه پاڼي .

کله چې دغه لولکې  دغه خبره احساسوي چې ورسره نږدې کوم خطر نشته نو هغه بیرته خپل وزري خلاصوي کومې چې له داخل څخه ډیرې ښکلي او رنګ په رنګ دي .