واقعا چې سپی ډیر وفاداره وي
زمونږ خبریال وايي د هندوستان په کیرالا صوبې کښې یوه(۱) داسې پیښه رامینځته شوي ده چیرې چې مخلص او وفاداره سپي خپل مالک له مرګ څخه وژغوره .
د هندوستان ښاریز اجیشن چې کله د شیدو د اخیستلو لپاره له کور څخه ووت نو خپل سپی یې هم له ځان بوتله .
سپی له خپل مالک اجیشن څخه مخکې مخکې تله او مالک یې شاته روان و .
کله چې اجیشن او سپي نیم مزل وکړ نو په لاره کښې د بریښنا یو(۱) مزی یعني تار غورځیدلی و او پکښې کرنټ و او سپی هلته ودرید او غپا یې پیل کړه چې خپل مالک متوجه کړي .
د سپي په خبرداري ورکولو سره اجیشن یوې خوا ته د بریښنا له مزي څخه تیر شو .
خو سپي په دې خاطر چې د بریښنا د مزي د کرنټ له کبله څو مړه نشي نو په دې فکر سره یې د بریښنا تار په خپله خوله کښې ونیوه او یوې خوا ته یې د کیښودلو هڅه وکړه چې په دې وخت سپی بریښنا ونیوه او مړ یې کړ .
د سپي مالک هغه خپل کور ته نږدې په یوې (۱) سیمې کښې خاورو ته وسپاره .