د فینلینډ شپاړس کلنه انجلۍ لومړۍ وزیره شوه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93443-د_فینلینډ_شپاړس_کلنه_انجلۍ_لومړۍ_وزیره_شوه
زمونږ خبریال وايي د فینلینډ شپاړس (۱۶) کلنه انجلۍ «ایوا مورتو» له لومړۍ وزیرې « سنامرین» څخه د اکتوبر د میاشتې په اومه (۷) نیټه لومړی وزارت واخیست او د یوې(۱) ورځې لپاره د دغه هیواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه او خپلې چارې یې پرمخ بوتلې
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Oct 09, 2020 15:17 Asia/Kabul
  • د فینلینډ شپاړس کلنه انجلۍ لومړۍ وزیره شوه

زمونږ خبریال وايي د فینلینډ شپاړس (۱۶) کلنه انجلۍ «ایوا مورتو» له لومړۍ وزیرې « سنامرین» څخه د اکتوبر د میاشتې په اومه (۷) نیټه لومړی وزارت واخیست او د یوې(۱) ورځې لپاره د دغه هیواد لومړۍ وزیره وټاکل شوه او خپلې چارې یې پرمخ بوتلې

د دغه اقدام هدف د ماشومانو تر نړیوال کمپاین لاندې انجلیو ته د ټیکنالوژۍ په برخه کښې د زیاتو فرصتونو برابرول دي .

رسنیو د یوې(۱) ورځې لپاره جوړې شوي لومړۍ وزیرې ته هغه تشریفات او پروټوکول ورکړ کوم چې لومړۍ  وزیرې میرمن سنا مرین ته ورکول کیږي .

د فینلینډ هیواد دغه شپاړس(۱۶) کلنې جینۍ د لومړۍ وزیرې له دفتر څخه وتلو وروسته له خبریالانو سره په مرکه کښې چې د هغې په انتظار بهر ناست وویل زما په خیال د نویو کارونو د ترسره کولو او د راتلونکي لپاره لویو او مشرانو کسانو ته ډیر څه ورزده کولای شي .