خلک ولې غوا ته غاړه ورکوي او دلیل یې څه دی ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i93991-خلک_ولې_غوا_ته_غاړه_ورکوي_او_دلیل_یې_څه_دی
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې اوس دغه چاره په دودیدا ده چې خلک د ذهني پریشانۍ د ختمولو لپاره له غواګانو سره مینه کوي .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 05, 2020 11:55 Asia/Kabul
  • خلک ولې غوا ته غاړه ورکوي او دلیل یې څه دی ؟

زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې اوس دغه چاره په دودیدا ده چې خلک د ذهني پریشانۍ د ختمولو لپاره له غواګانو سره مینه کوي .

دغه کار د نیدرلینډ(Netherland)  هیواد  له یوه(۱) کلي څخه پیل شوی او دغه کار ته کاو هکینګ (cow huck) یعني غوا ته د غاړې ورکول  نوم ورکړل شوی دی .

د نیدرلینډ هیواد  یو(۱) کروندګر وايي چې له تیرو څوارلسو (۱۴) کلونو راهسې زما کروندو ته خلک د معالجې لپاره راځي .

له غوا سره د غاړې ملاولو ته د اعصابو تهراپي (Brain therapy) یعني د اعصابو درملنه هم ویل کیږي .

غوا ته د انسان د غاړې ورکول د انسان د اعصابو د روغتیا لپاره ډیره ګټه لري ځکه چې دغه کار انسان له سټریس او ذهني دباو څخه ژغوري .

د ذهني دباو د ختمولو لپاره د کاو هکینګ دغه  پړاو په عادي ډول درې (۳) ساعته وي خو د دغه پړاو د ټاکلو انحصار د غوا په مزاج پورې اړه لري ځکه چې غوا له ځینو کسانو سره نه لګیږي او ورڅخه لیرې ځي .