کورونا څه چارې دې وکړې
Nov 12, 2020 07:37 Asia/Kabul
زمونږ خبریال وايي په ټوله دنیا کښې د کورونا منحوس ویروس له کبله تراوسه په لکونو خلک مړه شوي او څه د پاسه یوپنځوس (۵۱) میلیونه خلک په دغه ناروغۍ ککړ شوي دي .
خو دغه منحوس ویروس نه یوازې د نړۍ خلک مړي کړي او ناروغه کړي نه دي بلکې په میلیونو خلک یې بې روزګاره کړي هم دي .
څرنګه چې د مالیزیا هیواد د الوتکو یو(۱) پایلوټ چې د کورونا ویروس په خاطر بې روزګاره شوی دی اوس خپله حوصله له لاسه نه ده ورکړي بلکې په کوالالامپور کښې یې د کپتان په نوم د نوډزل د خرڅولو یو دکان خلاص کړی دی .
د مالیزیا د الوتکو دغه پایلټ چې د کپتیان دریشۍ یې اچولي ده او خوندور نوډزل خرڅوي د خلکو د پام په مرکز بدل شوی دی .
د مالیزیا د دغه بې روزګاره شوي پایلوټ مثبت فکر او سوچ د نورو بې روزګاره کسانو لپاره هم ښه بیلګه ګرځیدلي ده .
ټیګونه