ټایم پیس څرنګه جوړ شو ؟
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i94407-ټایم_پیس_څرنګه_جوړ_شو
زمونږ خبریال وايي له خوب څخه د خلکو د راویښلو لپاره مشهور ټایم پیس په اولس سوه اوه اتیایم (۱۷۸۷) میلادي کښې جوړ شو .
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Nov 24, 2020 16:53 Asia/Kabul
  • ټایم پیس څرنګه جوړ شو ؟

زمونږ خبریال وايي له خوب څخه د خلکو د راویښلو لپاره مشهور ټایم پیس په اولس سوه اوه اتیایم (۱۷۸۷) میلادي کښې جوړ شو .

د امریکا د نیو هیمپشایر (Hampshire) سیمې وسیدونکي «لیوي هاچنز» دغه ټایم پیس د ځان لپاره جوړ کړی و چې دې په خپل  وخت باندې له خوب څخه راویښ کړي .

دغه ټایم پیس به یوازې د سهار په څلورو (۴) بجو باندې کړنګیده چې ښاغلی لیوي هاچنز له خوب راویښ کړي او هغه په وخت باندې خپل کار ته لاړ شي .

له دې وروسته ټایم پیس د فرانسې یوه (۱) سړي په اتلس سوه اوه څلویښتم (۱۸۴۷) میلادي کال کښې له سره طراحي او ډیزاین کړ او هغه یې په تنظمیدونکي ماشین بدل کړ .

له هغه وخت راهسې تراوسه یوازې د ټایم فیسونو ماډلونه او ډیزاینونه بدلیږي خو هغه بدلون چې په اتلس سوه اوه څلویښتم (۱۸۴۷) میلادي کال کښې پکښې راوستل شوی وو تراوسه نه دی بدل شوی .