کومې میوې د انسان وزن کموي ؟
زمونږ خبریال وايي د وزن زیاتول ډیر انسان کا دی خو د وزن کمول او د وزن په صحت مند ډول په انډوله ډول ساتل ډير مشکل کار دی .
که چیرې د وزن د کمولو د سخت کار د اسانولو لپاره د رنګ په رنګ د میوو استعمال پیل کړې شي نو په څو ورځو کښې ښې نتیجې ترلاسه کیدلای شي .
طبي کارپيژاندي وايي هغه کسان چې غواړي خپل وزن انډوله وساتي یا وزن کم کړي هغوې هره ورځ په خپلو خواړو کښې باید زیات فیبر (Fiber) منرلز (Minerlas) او ویټامینز(Vitamins) شامل کړي او دغه راز له کاربوهایډریټس ، برګرز او خوږو شیانو ځان وساتي .
له دې سره سره په ورځ کښې لږ تر لږه دیرش (۳۰) دقیقي مزل کول ډیر ضروري دي .
طبي کارپيژاندي وايي په میوو کښې کیلوریز کم او ویټامینز ، منرلز او فیبر زیات وي او میوې زمونږ د صحت لپاره ډيرې ضروري وي او په وزن کښې د کموالي په راوستلو کښې هم رول لوبوي .
()
د وزن د کمولو لپاره باید کومې میوې وخورو ؟
مالټې ، کینو او موسمي میوې :
د ساړه موسم په راتلو سره خوندورې مالټې او کینوان هم بازارونو ته راځي چې پکښې زیات مقدار کښې ویټامین سي(Vitamin c) شته او ویټامین سي د انسان په وزن کښې په کموالي راوستلو سره د انسان مخ هم ښکلی کوي .
په مالټو کښې موجود فیبر د انسان په بدن کښې د کولیسټرول سویه کموي .
د یوه(۱) تحقیق پراساس تر دوو (۲) میاشتو پورې د مالټو د اوبو یعني جوسونو په څښلو سره د انسان په بدن کښې د ضرر لرونکو کولیسټرولو سویه کمیږي او د انسان وزن هم کمیږي .
()
د کیلو خوړل د بدن لپاره ډيره ګټه لري .
کیلې له پوټاشیم څخه ډکه میوه ده .
د زیاتو کیلو خوړل د انسان وزن زیاتوي خو که چیرې په ورځ کښې یوه (۱) یا دوې (۲) کیلې وخوړل شي نو دا د انسان د میټابولیزم کار چټک کوي او د ورزش په وخت د انسان په بدن کښې اغیزمنې شوي وژې له سره مرمتوي .
()
بیریز کومې ګټې لري :-
بیریز له اینټي اکسیډانټ(Anti oxidant) څخه ډکه میوه ده او بیریز د انسان د وزن په کمول کښې ډیره مرسته کوي .
په دې سربیره بیریز له ویټامین سي څخه هم ډکه میوه ده .
سټرابیري یعني توت فرنګي ، جامن او فالسه هم د بیریز میوې څانګې ګڼل کیږي .
که چیرې مونږ جامن ، فالسه او توت فرنګي وخورو نو دا د بلو بیریز میوې په اندازه ګټه لري .
()
د لیمو خوړل څه ګټه لري :-
لیمو له سټریس (citrus) میو سره اړه لري او په لیمو کښې زیات مقدار کښې ویټامین سي(Vitani C) وي .
لیمو د انسان د میټابولیزم په چټک کولو سره د انسان د بدن دفاعي سیسټم هم پیاوړی کوي .
لیمو له ناروغیو د انسان په ساتلو سره د انسان په بدن کښې وازده هم ویلي کوي .
هغه کسان چې زیات وزن لري یعني چاق دي باید هره ورځ لیمو استعمال کړي .
لیمو په سالادو باندې اچولو یا په اوبو کښې ګډولو سره استعمال کړئ .
په لیمو کښې هیڅکله مالګه او بوره وانه چوئ .
په نیمو ګرمو یعني تړمو اوبو کښې د لیمو اچول او استعمال ډیره ګټه لري .
()
ګریپ فروټ څه ګټه لري :-
ګریپ فروټ خاص کیمیاوي ځانګړتیاوې لري او دې د چاقۍ په کنټرولو کښې ترټولو ښه میوه ده .
ګریپ فروټ له ویټامین سي څخه ډکه میوه ده د انسان په بدن کښې د انسولین د سویې په انډول ساتلو کښې مرسته کوي چې له کبله یې د انسان په جسم کښې د وازدې د غونډیدو عمل کمیږي او په وزن کښې کموالی راځي .
په ګریپ فروټ کښې کیلوریز کم وي او پکښې موجود فیبر د خیټې په ډک ساتلو کښې مرسته کوي چې انسان تر ډیر وخت پورې لوږه نه احساسوي .
()
مڼې او ناشپاتۍ څه ګټې لري :-
په مڼو او ناشپتیو کښې په زیات مقدار کښې اوبه وي او په پوټخکو سره د مڼو او د ناشپیتو خوړل د انسان بدن ته اضافي فیبر ورکوي او فیبر تر زیات وخت پورې د انسان د خیټې په ډک ساتلو کښې مرسته کوي .
د مڼو او د ناشپتیو د جوس پرځاې د هغوې په کامل ډول خوړل د انسان په جسم کښې چربي یعني وازده نه راولي .
()
شکرقندي یعني پیړه کچالان څه ګټه لري :-
شکرقندي یوه (۱) خونده وره میوه ده چې په اوبو کښې ایشتلو یا په غوړو کښې سورکولو سره خوړل کیږي .
په شکر قندي کښې هم زیات مقدار کښې فیبر شته او کیلوریز پکښې کم وي .
په پیړه کچالانو کښې پوټاشیم ، بیټاکیروټین ، ویټامین سي او فیبر په زیات مقدار کښې وي کوم چې انسان له چاق کیدا ساتي .
()
هندوانه څه ګټې لري :-
هندوانه داسې میوه ده چې پکښې زیات پوټاشیم وي کوم چې له واټر ویټ څخه انسان ژغوري .
په عام ډول د یوه(۱) بالغ کس د جسماني وزن له پنځوس (۵۰) څخه تر شپیتو (۶۰) فیصدو پورې برخه په اوبو باندې مشتمله ده او له دغه اندازې څخه زیات مورد ته واټر ویټ د اوبو وزن ویل کیږي کوم چې د خیټې په غټولو او د سوزښت په رامینځته کولو سره انسان چاق ښکاره کوي .
په امریکا کښې په یوه (۱) تحقیق کښې دغه خبره کشف شوي ده چې د هندوانې د اوبو په څښلو سره د انسان په بدن کښې وازده ویلي کيږي او کولیسټرول هم کمیږي .
()
پپیتا یعني پاپایا (papaya)میوه څه ګټې لري :-
پپیتا میوه د انسان له چاقۍ څخه په بچولو کښې ډیره ګټه لري .
پپیتا میوه فیبر لري او ځکه خو د زیات وخت لپاره انسان خیټه ډکه ساتي او د بې وخته ډوډۍ او د خواړو له خوړلو انسان بچوي .
په پپیتا کښې موجود اینټي اکسیډانټ د انسان په وزن کښې کمی راولي او په خیټه کښې وازده هم ویلي کوي .
پپیتا میوه د انسان د هاضمې نظام ښه کوي او یبوست یعني قبض ختموي .