سر غوڅ شوي مار په سړي حمله وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/uncategorised-i94794-سر_غوڅ_شوي_مار_په_سړي_حمله_وکړه
زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې یوه(۱) مار چې سر یې پرې کړې شوی و په یوه(۱) سړي باندې حمله وکړه چې ټول خلک یې حیرانه کړي دي .
(last modified 2024-08-04T10:40:57+00:00 )
Dec 13, 2020 15:45 Asia/Kabul

زمونږ خبریال وايي په اسټرالیا کښې یوه(۱) مار چې سر یې پرې کړې شوی و په یوه(۱) سړي باندې حمله وکړه چې ټول خلک یې حیرانه کړي دي .

دغه پیښه د اسټرالیا په یوه(۱) ساحل کښې رامینځته شوه چیرې چې څوک نه وي .

ویل کیږې د اسټرالیا یو(۱) ښاریز له خپل سپي سره یوځاې د سمندر په غاړې ګرځیده چې په لاره کښې یې یو(۱) مار ولید چې سر یې پرې و.

د اسټرالیا دغه ښاریز هغه وخت وارخطا شو کله چې هغه د سر پرې شوي مار په مړ ګڼلو سره هغه د ټینس په ریکټې سره وخوځوه خو  مار په خویدو شو .

په دغه ویډیو  کښې تاسو لیدلی شئ چې سر پرې شوی مار د ځان د دفاع لپاره د سر په اوچتولو سره د حملې کولو هڅه کوي او کله چې د اسټرالیا ښاریز دغه مار د ټینس په ریکټ سره خوځوي نو مار د برید کولو کوشش کوي .

په اینټرنیټ باندې ځینو خلکو ویلي دي دغه مار د کوم ځناور لخوا د سر له پرې کیدا وروسته غورځول شوی دی او دغه مار د نورو ځناورو په پرتله د سر په پرې کیدا سره سره څو ساعته ژوندی پاتی کیدلی شي .