د مریض له خیټې زرګونو شګې وویستل شوې
زمونږ خبریال وايي د هندوستان د یوه(۱) ښاریز له خیټې دوه زره (۲۰۰۰) شګې راوویستل شوې .
د هندوستان د یوه(۱) ښاریز چې کله الټراوساونډ وشو نو په خیټه کښې یې له دوو زرو(۲۰۰۰) څخه زیاتې شګې وي چې د اپریشن په وسیله ترې وویستل شوې .
د هندوستان د هریانه صوبې اتیا (۸۰)کلن ښاریز ښاغلی « سري چند کیتهل » د جیپور سیمې روغتون ته ورغی چې زما په خیټه کښې درد دی .
کله چې ډاکټرانو د هغه الټراساونډ وکړ نو معلومه شوه چې د هغه په خیټه کښې شګې شته او ډاکټرانو فیصله وکړه چې د جراحي وکړي .
د هندوستان ډاکټرانو د اپریشن په وخت د ښاغلي «سري چند کیتهل» له خیټې څخه دوه زره دوه سوه او پینځلس (۲۲۱۵) شګې راویستلې او د روغتون چارواکو د هغه د شګو په ګڼلو باندې نیم ساعت تیر کړ .
د هندوستان ډاکټرانو وویل چې دا دریم (۳)مورد دی چې د یوه(۱) مریض له خیټې څخه له دوو زرو (۲۰۰۰) څخه زیاتې شګې ایستل کیږي .