د فیلپاین ښاریز د لوبو شل زره شیان راغونډ کړي
زمونږ خبریال وايي د فیلپاین هیواد یوه (۱) ښاریز «پرسیول لوګ» د فاسټ فوډ یعني د تیارو خواړو په ریستورانونو کښې ماشومانو ته د ډالۍ او د تخفو په توګه ورکونکي څه د پاسه شل زره (۲۰۰۰۰) د لوبو شیان راغونډ کړي دي او خپل نوم یې په ګینیز بک اف ورلډ ریکارډ کښې ثبت کړی دی .
د فیلپاین دغه ښاریز له تیرو پینځو(۵) کلونو راهسې د لوبو شیان جمع کوي .
د فیلپاین ښاریز د مشهورو شرکتونو او کمپنیانو د برګرز او د فاسټ فوډونو د خوړلو کار ته دوام ورکړی او هغه په دې ډول په ډالۍ کښې د ورکونکو د لوبو د شیانو جمع کول پیل کړل .
د لوبو د شیانو د راغونډولو ویاړ له دوه زره څوارلسم (۲۰۱۴)میلادي کال راهسې د فیلپاین له دغه ځوان سره دی خو اوس ده سره د لوبو د شیانو شمیر له شلوزرو (۲۰۰۰۰) اوښتی دی او دغه ښاریز اوس پنځوس (۵۹) کلن شوی دی .
د فیلپاین ښاریز کور درې (۳) چته لري او هغه د کور یوه(۱) کوټه د لوبو له سامانونو ډکه کړي ده څرنګه چې تاسو یې په انځور کښې لیدلی شو .