د یمن پوځ دعربستان په آرامکو اونجران هوائي ډګربرید وکړ
تیر اتبار ورځې هم د یمن دپوځ او ولسی کمیټیو ډورنز الوتکو یونټونو د عربستان په جنوب کې دعسیر ولایت په ملک خالد هوائي ډګر سخت ټکونه کړي وو .
المسیره خبري سایټ راپور ورکړ ، د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحیی سریع نن سهار په یولړڅرګندونو کې په عربستان کې د نجران په هوائي ډګر او دآرامکو شرکت په تاسیساتو د یمن د ډرونز او توغندوي یونټونو دګډو او پراخو حملو خبر ورکړی او وئیلي دي ، دغه ګډ عملیات د بدر او سعیر نومې اوو توغندیو او د قاصف کې دوه ډوله پنځو بې پيلوټه الوتکو څخه په استفادې سره شوي او په شیشت کې په راغلي ټارګټ لګیدلي دي .
د یمن دپوځ د ویندوي په وینا، دغه عملیات د یمن د ملت په ضد دوامدارو تیریو او کلابندۍ دسختیدا په ځواب کې شوي دي .
تیر اتبار ورځې هم د یمن دپوځ او ولسی کمیټیو ډورنز الوتکو یونټونو د عربستان په جنوب کې دعسیر ولایت په ملک خالد هوائي ډګر سخت ټکونه کړي وو .