د سوریې بریالیتوب په ترهګرو دسیسو بریالیتوب و
فارس خبري اژانس وايي د سوریې د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال بشار الجعفري وویل د هیواد د ولسمشرۍ انتخابات د بریالیتوب لپاره معیار او د ځینو هیوادونو لپاره ماتي وه او دمشق د عربي ډیپلوماسۍ قبلې ته ورستون شوی دی .
هغه پرون وویل لویدیځو هیوادونو چې یووخت د سوریې پرضد د خپلو انتخاباتي معیارونو د تپلو په هڅه کښې وو غلطي وکړه او سوریه نن د بریالیتوب اوج ته رسیدلي ده .
بشار الجعفري وویل د سوریې بریالیتوب په ترهګرې دسیسې باندې بریالیتوب و چې ټریلیونه ډالره یې خرچ کړي دي .
د سوریې د خارجه وزیر مرستیال بشار الجعفري ټینګار وکړ په استنبول ، ریاض او دوحې کښې ډیرې سیاسي ډلې چې ځانونه د سوریې د حکومت مخالفې ډلې معرفي کوي دړې وړې شوي دي .
هغه په دې خبرې سره چې اصلي علت په سیمه کښې د لویدیځو هیوادونو له ګټو او د اسرائیلو له پروژې سره جنګ کول دي وویل عربي ملتونه د فلسطین د خلکو د حقوقو په ملاتړ کښې له خپلو حکومتونو مخکې شوي دي .