صهيونېسټانو ته د فلسطين د مقاومتي ډلو خبردارے
د فلسطين مقاومتي ډلو تاکيد وکړ، د فلسطين ملت د فلسطين د آرمان د نابودۍ لپاره د صهيونېسټو غاصبانو د ټولو منصوبو د ناکامولو توان لري.
د الميادين د رپوټ له مخې د فلسطین د مقاومتي ډلو د ګډو عملياتو مرکز اعلان وکړ، مقاومت په قدس شريف کښې د صهيونېسټ دښمن چلند په ځېرتيا سره تر نظر لاندې لري او که دښمن دغې سيمې ته د تاوتريخوالي بيا ستنولو څه اراده ولري نو د مقاومت ځواکونه به هم خپل اقدامات بيا شروع کړي.
د مقاومت ډلو واضحه کړه، مونږ به غاصبانو ته د فلسطين ملت په داخل کښې د بحران پېدا کولو اجازه ورنه کړوو او له فلسطيني ولس غواړوو چې غاصبانو ته دې چې د يهودي سازۍ او صهيونېسټ مېشته ښاريو د جوړولو اجازه ورنه کړي.
مقاومتي ډلو همدارنګ زياته کړه، د فلسطين ملت هر وخت او هر شېبه دښمنانو ته ځواب ورکولو او عملياتو شروع کولو ته چمتو دے.