د بشار اسد د سوګند پورته کولو مراسم ترسره شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103136-د_بشار_اسد_د_سوګند_پورته_کولو_مراسم_ترسره_شول
د سوريې د پارلېمان د غړيو په وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد د سوګند پورته کولو مراسم ترسره شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 17, 2021 10:28 Asia/Kabul
  • د بشار اسد د سوګند پورته کولو مراسم ترسره شول

د سوريې د پارلېمان د غړيو په وړاندې د دغه هېواد د ولسمشر بشار اسد د سوګند پورته کولو مراسم ترسره شول.

د الميادين د رپوټ له مخې مخې په دغو مراسمو کښې يو شمېر سياسي، ګوندي، ديني، رسانه اي، علمي، کلتوري، ورزشي، هنري او اجتماعي شخصيتونو او د شهيدانو يو شمېر کورنيو هم ګډون وکړ.

بشار اسد په پارلېمان کښې د سوګند له خوړلو وروسته په خپله وېنا کښې وويل: هغه ملتونه چې د ازادۍ لار پېژني له خپلو حقوقو څخه له دفاع نه ستړي کيږي.

هغه زياته کړه ځينې غواړي چې هېواد اوېشي، خو خلقو په خپل يووالي او اتحاد سره د هغوي د پروژو په لوري وروستے غشے اويشتۀ او د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې د خلقو پراخه ګډون په سترې ملي اګاهۍ او هوښيارۍ ګواهي ده، د انتخاباتو تجربې ثابته کړې ده چې دا ملت دے چې يو حکومت ته رواوالے ورکوي.

بشار اسد تېره مياشت د دغه هېواد د ولسمشرۍ په انتخاباتو کښې له ۹۵ فيصده زياتو رايو سره بريالے شو.