عربستان په یمن کښې خلاف ورزیو ته دوام ورکړی
المسیره ټیلي ويژن راپور ورکړ د سعودي عربستان ائتلاف په یمن باندې د پوځي تیریو په دوام سره په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په الحدیده ولایت کښې درې سوه دوه (۳۰۲) ځله د اوربند خلاف ورزیانې کړي دي .
الفازه سیمې ته د نفوذ لپاره هڅه او «کیلو شپاړس» او الجاح سیمو کښې د پوځي استحکاماتو د جوړولو لپاره کوشش د اوربند د خلاف ورزیو په موردونو کښې شامل دي .
د یمن د الحدیده ولایت په هکله د سویډن د سولې د موافقې د خلاف ورزۍ دوام په داسې حال کښې دی چې د سعودي عربستان تیریګر ځواکونه د اوربند له اجرا کولو او د خپلو ژمنو له ترسره کولو ډډه کوي او حتی یمن ته د تیلو د کشتیو د ورتلو مخه نیسي .
په یمن کښې د سعودي عربستان په جنګ غوښتنه او بمباریو کښې تراوسه څه د پاسه اولس زره (۱۷۰۰۰) کسان وژل شوي ، په لسګونو زره نور ژوبل شوي او په میلیونونو نور کډوال شوي هم دي .