ایران د سورئې اصلي شریک دی
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په دغې کتنې کې وئيلي دي ،په ایران او سورئې کې وروستي انتخابات د دو ي په ضد د لګول شوو دباؤنو دسیاستونو یوه بشپړ ماته ثابتوي .
ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ، دسورئې ولسمشر بشار اسد بیګا په دمشق کې دایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره په کتنې کې وئيلي ، ا یران د سورئې اصلي شریک دی او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو غږملتیا په ځان پسې ډیرې مثبتې نیتجې درلودلي دي .
بشادر اسد په دوام کې وئیلي ، ایران دترهه ګرۍ له جنګ سره په مقابلې کې د سورئې د ولس ترڅنګ ودرید او په ټولو زمینو کې ئې دسورئې ملاتړ وکړ . دسورئې ولسمشر همداراز ووئیل ، د دواړو هیوادونو ترمینځ موجوده غږملتیا به د سورئې ددرست ټاټوبي تر آزادیدا او د ترهه ګرو ډلو تر بشپړ نابودۍ پورې دوام وکړي .
د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف هم په دغې کتنې کې وئيلي دي ،په ایران او سورئې کې وروستي انتخابات د دو ي په ضد د لګول شوو دباؤنو دسیاستونو یوه بشپړ ماته ثابتوي .
په دغې کتنې کې د ایران او سورئې ترمینځ پياوړي اړیکې، رغنده ملګرتیا او په مختلفو سویو د دوي مشورې او دوه اړخیزې ارتباطات د ورځې ضرورت بلل شوی او ددغو ارتباطاتو د لاپیاوړتیا او پراختیا باندې ټينګار شوی دی .