ایران د سورئې اصلي شریک دی  
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i103588-ایران_د_سورئې_اصلي_شریک_دی
 د ایران  د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په دغې کتنې کې  وئيلي دي ،په ایران او  سورئې کې وروستي انتخابات  د دو ي په ضد  د لګول شوو دباؤنو  دسیاستونو یوه بشپړ ماته ثابتوي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 29, 2021 00:55 Asia/Kabul
  •   ایران د سورئې اصلي شریک دی  

 د ایران  د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف په دغې کتنې کې  وئيلي دي ،په ایران او  سورئې کې وروستي انتخابات  د دو ي په ضد  د لګول شوو دباؤنو  دسیاستونو یوه بشپړ ماته ثابتوي .

ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ ،  دسورئې ولسمشر بشار اسد بیګا  په دمشق کې دایران د اسلامی شورا له مشر محمد باقر قالیباف سره په کتنې کې  وئيلي ،  ا یران د سورئې  اصلي شریک دی  او له ترهه ګرۍ سره په مبارزې کې د دواړو هیوادونو غږملتیا په ځان پسې ډیرې مثبتې نیتجې درلودلي دي .

 بشادر اسد په دوام کې وئیلي ، ایران  دترهه ګرۍ له جنګ سره په مقابلې کې  د سورئې   د  ولس ترڅنګ ودرید او په ټولو زمینو کې ئې  دسورئې ملاتړ  وکړ . دسورئې ولسمشر  همداراز ووئیل ،  د  دواړو هیوادونو ترمینځ موجوده غږملتیا  به د  سورئې ددرست ټاټوبي تر آزادیدا او د ترهه ګرو ډلو تر بشپړ نابودۍ پورې  دوام وکړي .

 د ایران  د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف هم   په دغې کتنې کې  وئيلي دي ،په ایران او  سورئې کې وروستي انتخابات  د دو ي په ضد  د لګول شوو دباؤنو  دسیاستونو یوه بشپړ ماته ثابتوي .

په دغې کتنې کې د  ایران او سورئې ترمینځ  پياوړي اړیکې، رغنده ملګرتیا   او په  مختلفو سویو  د دوي مشورې او دوه اړخیزې  ارتباطات د ورځې ضرورت  بلل شوی او ددغو ارتباطاتو د لاپیاوړتیا او  پراختیا باندې ټينګار شوی دی .