امریکا په یمن کې د سیاسی حل لارې مخه نیسی
امریکاد یمن دحاکمیّت دخلاف ورزۍ لپاره له ځان سره عربستان ا ومتحده عربی امارات ملګري کړل او هڅه ئې وکړه په یمن کې القاعده او داعش هم فعال کړي
زمونږخبریال دفارس خبری آژانس له قوله راپور راکړ ، د یمن دانصار ا.... غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام پخپل ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، په یمن کې د امریکا لاسوهنې ، د پوځي تیریو له لارې د دغه هیواد ملی حاکمیّت دخلاف ورزۍ سبب شوي دي .
عبدالسلام زیاته کړې ده ، امریکاد یمن دحاکمیّت دخلاف ورزۍ لپاره له ځان سره عربستان ا ومتحده عربی امارات ملګري کړل او هڅه ئې وکړه په یمن کې القاعده او داعش هم فعال کړي .
دیمن د انصار ا... غورځنګ ویندوي همداراز ټينګار کړی ، داقتصادي پلوه هم امریکا او له هغو سره اړونده سعودي ائيتلاف پر یمن درنده کلابندي وتپله چې په درستو پرخو کې ئې د دغه هیواد دو لس دژوند له غمیزو سره مخامخ کړی دی .