عربستان په افغانستان کښې د نوي رول په لټه کښې دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i105390-عربستان_په_افغانستان_کښې_د_نوي_رول_په_لټه_کښې_دی
الخلیج آنلاین خبري سایټ په یوه شننه کښې ولیکل: په افغانستان کښې واک ته یوځل بیا د طالبانو په رسیدو سره ریاض پس له شلو کلونو غواړي چې د دغه هیواد په راتلونکي کښې یو نوی رول ولوبوي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 08, 2021 11:53 Asia/Kabul
  • عربستان په افغانستان کښې د نوي رول په لټه کښې دی

الخلیج آنلاین خبري سایټ په یوه شننه کښې ولیکل: په افغانستان کښې واک ته یوځل بیا د طالبانو په رسیدو سره ریاض پس له شلو کلونو غواړي چې د دغه هیواد په راتلونکي کښې یو نوی رول ولوبوي.

الخلیج آنلاین خبري سایټ په یوه شننه کښې ولیکل: په افغانستان کښې واک ته یوځل بیا د طالبانو په رسیدو سره ریاض پس له شلو کلونو غواړي چې د دغه هیواد په راتلونکي کښې یو نوی رول ولوبوي.

الخلیج آنلاین خبري ویب سایټ نن پخپلې دغې شننې کښې راوړي دي: سعودي عربستان په افغانستان کښې د خپل نوي رول د موندلو په لړ کښې پاکستان ته مخه کړې ده او په هم دې موخه سعودي ولیعهد محمد بن سلمان تیره یکشنبه د پاکستان له وزیراعظم عمران خان سره په ټیلیفوني خبرو کښې د افغانستان د بدلونونو بهیر وجاجوه.

مډل ایسټ آي خبري سایټ هم په دې هکله لیکلي دي چې عربستان له طالبانو سره د اړیکو د ټینګولو او په کښې د نفوذ کولو لپاره له خپل سیمه ایز انډیوال یعنې پاکستان څخه مرسته غوښتې ده.