سوریي کښې بم چاودنو دیارلس پوځیان وژلي دي
سانا خبري اژانس وايي د سوریې د کورنیو چارو وزیر محمد الرحمون په دمشق کښې ترهګره بم چاودنې وغندلې او ویې ویل د دغه جنایت عاملان به تعقیب کړي .
هغه نن په دمشق کښې ترهګرو بم چاودنو ته په غبرګون کښې وویل هغو کسانو چې دغه بم چاودنې یې کړي دي غوښتل د سوریې ډیرو کسانو ته تاوان ورسوي .
د سوریې د کورنیو چارو وزیر محمد الرحمون وویل بې شکه په سوریې کښې به له ترهګرۍ سره مبارزه دوام ولري او د دمشق د ترهګرو بم چاودنو او د جنایت عاملان به تر تعقیب لاندې ورشي او سزا به شي .
نن سهار د سوریې د پلازمینې په «الرئیس» پل کښې د پوځیانو د دوو (۲) ګاډو په لاره کښې په دوو (۲) بم چاودنو کښې تراوسه دیارلس(۱۳) کسان وژل شوي او درې(۳) نور ژوبل شوي هم دي .
په سوریې کښې له ترهګرو سره زیاتې پوځي ، مالي او استخباراتي مرستې امریکا ، انګلستان ، فرانسه ،سعودي عربستان ، اردن ، ترکیه ، متحده عربي امارات او ځینې نور عرب او اروپايي هیوادونه کوي .