سوریې کښې له پوځي اډې د امریکا پوځيان تښتیدلي
فاکس نیوز ټیلي ويژن راپور ورکړ د بې پایلوټه الوتکو له حملې مخکې په سوریې کښې د امریکا له التنف پوځي اډې څخه د واشنګټن دوه سوه (۲۰۰) پوځيان تښتیدلي وو او څلرویشت (۲۴) بیا هلته پاتې شوي وو .
دا په داسې حال کښې دي چې امریکا په تیرو کلونو کښې په لویدیځې اسیا سیمې په تیره بیا سوریې کښې د خلکو مړ کولو او د تیلو د غلاکولو سبب شوي ده داسې اقدام چې له دې مخکې دغه کار داعش ډلې په دغو سیمو کښې ترسره کاوه .
د سوریې حکومت په ځلونو ویلي دي چې د امریکا پوځیان او د دوې عناصر د تیلو له غلا کولو پرته بل هدف نلري او مونږ به د امریکا غیر قانوني شتون پاې ته ورسوو .
امریکا په سوریې کښې د ترهګرو اصلي ملاتړی هیواد دی .
په سوریې کښې له ترهګرو ډلوسره دغه راز فرانسه ،انګلستان ، جرمني ، سعودي عربستان ، اردن ، متحده عربي امارات، صهیونیسټ رژیم ،ترکیه ، بحرین او ځینې نورو عرب او اروپايي هیوادونه هم مرستې او ملاتړ کوي .