له سوریې سره د اړیکو له ټینګولو د اماراتو اهداف
د متحده عرب اماراتو د بهرنیو چارو وزیر عبد الله بن زاید آل نهیان پرون دمشق ته په سفر کښې د سوریې له ولسمشر بشار الاسد سره ملاقات او خبرې اترې وکړې.
دمشق ته د بن زاید سفر عجیبه او ناڅاپي نه و ځکه چې اماراتو دوه کاله مخکښې په دمشق کښې خپل سفارت پرانیستی و او د دواړو هیوادونو د چارواکو ترمینځ سفارتي ملاقاتونه هم شوې وو چې ترټولو مهم په کښې د سوریې د پټرولیم له وزیر بسام طعمه سره د اماراتو د انرجۍ د وزیر سهیل المزروعي کتنه وه. په عین حال کښې د سوریې ولسمشر بشارالاسد هم څه موده مخکښې د ابوظبۍ له ولیعهد محمد بن زاین سره خبرې کړې وې.
سوریې ته د متحده عرب اماراتو د خارجه وزیر سفر ډیر اهمیت لري. امارات له هغو هیوادونو و چې په تیره یوه لسیزه کښې ښه په ډاګه د سوریې د نظام په مقابل کښې ولاړ و او د دغه هیواد د سیاسي نظام د بدلولو لپاره یې ډیرې پیسې ولګولې.
خو اوس د اماراتو خارجه وزیر عبد الله بن زاید آل نهیان له بشارالاسد سره په ملاقات کښې وویل چې دغه هیواد به د اسد په مشرۍ او د سوریې د خلکو په ملګرتیا سره، د جنګ له امله په رامینځته شویو ستونزو باندې د برلاسه کیدو توان ولري. په بله وینا، د اماراتو رسمي چارواکی پس له یوې لسیزې د سوریې په بدلونونو کښې د بشارالاسد په مهم رول او برلاسي باندې داده کیږي او دا د سوریې خلاف د عربي، غربي، عبري او ترکي چورلیز د ماتو یو ډول منل دي.
بل ټکی دا دی چې د اماراتو خارجه وزیر له بشارالاسد سره په کتنه کښې په دې حقیقت باندې اعتراف وکړ چې، دا څه چې په سوریې کښې رامینځته شول، ټول عرب هیوادونه یې تر اغیزې لاندې راوستل. دا یوه دقیقه موضوع ده ځکه چې عرب هیوادونه نه دي توانیدلي د سوریې له بدلونونو لرې او خوندي پاتې شي. په عربو هیوادونو باندې د سوریې د بدلونونو اغیزشیندنه د دغو هیوادونو په اقتصاد باندې د تاثیر، په عرب نړۍ کښې د اختلاف او درز د رامینځته کیدو او هم داشان د لویدیځې آسیا په نظم کښې د عربو هیوادونو د موقعیت د کمزورۍ په چوکاټ کښې رامینځته شو. په عین حال کښې د سوریې کړکیچ د تیرې یوې لسیزې ترټولو مهم عربي کړکیچ و چې د ختمولو لپاره یې د غیرعرب لوبغاړو رول څرګند و، په داسې حال کښې چې عربو لوبغاړو د سوریې په عربي هویت باندې په سترګو پټولو سره، د دغه هیواد د امنیت او ملي ګټو اپوټه عمل وکړ.
بله موضوع دا ده چې دمشق ته د عبدا... بن زاید سفر او له بشارالاسد سره یې ملاقات په عرب نړۍ کښې د سوریې د رول د راژوندي کولو زمینه برابرولې شي. عرب هیوادونو د سعودي عربستان په مشرۍ په تیره یوه لسیزه کښې، په عرب اتحادیه کښې د سوریې د شتون مخه ونیوله خو دمشق ته د عبدا... بن زاید سفر او له سوریې سره د ځینو نورو عربو هیوادونو د اړیکو ټینګیدل حتی د ۲۰۲۲ کال د مارچ په غونډه کښې عرب اتحادیې ته د دمشق د ستنیدو زمینه برابرولی شي.
په عین حال کښې د بیروت چاپ الأخبار ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ولیکل: عبدا... بن زاید په دغه ملاقات کښې د سوریې له ولسمشر نه په رسمي توګه غوښتي دي چې اماراتو ته سفر وکړي، او که دغه سفر وشي نو متحده عرب امارات به وړومبنې عرب هیواد وي چې بشارالاسد ورته له تیرې یوې لسیزې راهیسې سفر کوي.
او بله مهمه موضوع دا ده چې دمشق ته د بن زاید سفر او له بشارالاسد سره یې ملاقات په یو ډول د سعودي عربستان د سیاستونو ماتې هم ګڼله کیږي. عربستان په تیره یوه لسیزه کښې د مقاومت د چورلیز په ګټه د قدرت د انډول د اوړیدو د مخنیوي په موخه د سوریې د نظام د پرزولو مخکښ و خو اوس له دمشق سره د خپلو عرب انډیوالانو د اړیکو د ټینګیدو کتونکی دی. په داسې حال کښې چې که اماراتو له سعودي عرب سره له غږملتیا پرته له سوریې سره د اړیکو د ښه کولو هڅه کړې وي نو د سوریې په کړکیچ د سعودي ماتې به لاسخته وي.
*/*/*/*/*/*/*/*
ترجمه: عبدالماجد درانی