د الحدیده له شاخوا سعودي ائیتلافي ځواک ناڅاپي شاتک وکړ
په مارب ولایت کې ئې په وادي عبیده ولسوالۍ کې الفلج سټراټژيکه سیمه آزاده کړې ده ، الفلج ، دمارب په جنوب کې دیمن د تښتيدلي او مستعفي حکومتي ځواک سره اړونده تر ټولو وروستۍ پوځي مرکز دی .
المیادین ټيلیویژني چینل راپور ورکړ ،د یمن د الحدیده ولایت په جنوب او لویدیځي سواحلو کې له سعودي ائیتلاف سره اړونده وسلوالې ډلې ، په څو مهمو سیمو د یمن د مقاومتي ځواکونو له مسلط کیدا وروسته له یوه بل سره ښکر په ښکر شوي دي .
په راپور کې وئيل شوي دي ،د الحدیده ولایت په جنوبی سیمو د یمن دپوځ او انصار ا... غورځنګ دمبارزانو په دیره کیدا او له دغو ځینو ډیرو مهمو سیمو له متحده عربی اماراتو سره د غږمله عناصرو ناڅاپي شاتګ وروسته د سعودي ائيتلاف په جبهې کې اختلافات سخت او رابرسیره شوي دي .
ددغه راپور په اساس ، له اماراتو سره د غږمله علی عبدا...صالح د وراره په مشرۍ ځواک ددغو سیمو کنټرول له لاسه ورکړی ، خو راپورونه ښئ چې له دغو درستو سیمو په شاشوي دي او اوس دغه ځواکونه احساسوي چې د دوي په ضد دسیسه شوي ده .
خبری سرچینو د جمعې په مازدیګر راپور ورکړی ، دسعودي تیریګر ائيتلاف سره اړونده ځواکونو ناڅاپاي دالحدیده په شاوخوا کې له ډيرو سیمو شاتګ کړی دی . له بل پلوه د یمن دپوځ او ولسی مبارزو کمیټیو مبارزانو د سعودي تیریګر ځواک څخه خالی شوي په لسګونو مورچې و مرکزونه نیولی او د صنعاء او الحدیده مستقیمې لارې کنټرول ئې په لاس کې اخستی دی . په عین حال کې د یمن دملی نجات حکومت مسئولانو وئیلي دي ، په مارب ولایت کې ئې په وادي عبیده ولسوالۍ کې الفلج سټراټژيکه سیمه آزاده کړې ده ، الفلج ، دمارب په جنوب کې دیمن د تښتيدلي او مستعفي حکومتي ځواک سره اړونده تر ټولو وروستۍ پوځي مرکز دی .