د انګلستان حکومت دې د حماس په هکله په خپلو غلطو محاسباتو دوباره غور وکړي
(last modified Sun, 21 Nov 2021 02:56:54 GMT )
Nov 21, 2021 07:26 Asia/Kabul
  • د انګلستان حکومت دې د حماس په هکله په خپلو غلطو محاسباتو دوباره غور وکړي

د یو ترهګر سازمان په توګه د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د معرفي کولو په لړ کښې د انګلستان د حکومت فیصله یوه غلطه او ظالمانه پریکړه ده.

د لبنان حزب الله غورځنګ د حماس خلاف د لندن فیصلې ته  غبرګون ښودلې او په یوه خبرپاڼه کښې یې د یو ترهګر سازمان په توګه د حماس غورځنګ په معرفي کولو کښې د انګلستان د حکومت له پریکړې کرکه وښودله

د حزب الله په بیانیه کښې راغلي دي: د یو ترهګر سازمان په توګه د فلسطین د اسلامي مقاومت د غورځنګ (حماس) د معرفي کولو په لړ کښې د انګلستان د حکومت فیصله یوه غلطه او ظالمانه پریکړه ده.

د دغې خبرپاڼې په دوام کښې لولو چې، دغه فیصله د صهیونیسټي دښمن او د هغه د وژلو، ترهګرۍ، قتلِ عام او ویرانګرۍ د سیاستونو په بشپړې پرې او پلویتوب کښې د انګلستان د سیاست دوام دی.

 

ټیګونه