حماس د فلسطین د سیاسي نقشې یو بنیادي رکن دی
(last modified Sun, 21 Nov 2021 03:06:02 GMT )
Nov 21, 2021 07:36 Asia/Kabul
  • حماس د فلسطین د سیاسي نقشې یو بنیادي رکن دی

د فلسطین د کورواکه تشکلیاتو د خارجه وزیر د سیاسي چارو مرستیال د حماس د ترهګر بللو په لړ کښې د بریطانیا د اقدام په غندلو سره وویل: د اسلامي مقاومت غورځنګ د فلسطین هیواد د سیاسي نقشې د جوړونې یوه بنیادي برخه ده

احمد الدیک بیګا المیادین ټي وي چینل ته په یوه مرکه کښې، په دې خبرې سره چې د حماس غورځنګ څنګته کول یو ناممکنه کار دی، وویل: مونږ نه یوازې له صهیونیسټي رژيم سره بلکې له یوشمیر نفوذ لرونکو هیوادونو سره مخامخ یو او دا چاره د فلسطین د خاورې د آزادولو لپاره زمونږ د هلوځلو یوموټي کولو ته ضرورت لري.

د ویلو ده چې د بریطانیا له خوا د ترهګرو ډلو په لیسټ کښې د حماس د نوم شاملول د ډیرو مقاومتي ډلو او اسلامي هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شوی او دغه کار په کلکه غندل شوی دی.

ټیګونه