امارات  به ډير زر یو لوړپوړی پلاوی ایران ته  ولیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109044-امارات_به_ډير_زر_یو_لوړپوړی_پلاوی_ایران_ته_ولیږي
د اماراتو دغه  چارواکي همداراز منلې  وه چې  له ایران سره له مخامخیدنې سره هیڅ  ګروهنه نه لرو ،ځکه  نتیجې به ئې د اوږدمهال لپاره  سیمې ته متوجه وي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 01, 2021 04:04 Asia/Kabul
  • امارات  به ډير زر یو لوړپوړی پلاوی ایران ته  ولیږي

د اماراتو دغه  چارواکي همداراز منلې  وه چې  له ایران سره له مخامخیدنې سره هیڅ  ګروهنه نه لرو ،ځکه  نتیجې به ئې د اوږدمهال لپاره  سیمې ته متوجه وي .

 ایرناخبری اژانس راپور ورکړی، د متحده عربی اماراتو د حکومت د مشر ډيپلوماټيک سلاکار انور قرقاش مدعي شوی چې ډير زر به د متحده عربی اماراتو یو لوړپوړی پلاوی د دواړو هیوادونو  ترمینځ د  اړیکو د ښه کولو په چوکاټ کې ایران ته ولیږدول شي .

 انور قرقاش پرون  په یولړ څرګندونو کې ووئیل ، د ایرانیانو له خوا دغه ارزونه شته چې  د فارس خلیج  له هیوادونو سره داړیکو په  بیا رغاونې پسې دي او مونږ  ورته په مثبت  نظر سره ګورو .

دمتحده عربی اماراتو دغه لوړپوړی چارواکی  په عین حال  کې مدعي شوی چې  د ایران دسیمه ایزو فعالیتونو په باب اندیښنې شته دي ، خو  دهغه په وینا ډغره او مخامخیدنه ښه لاره نه ده . 

 قرقاش  له ایران سره د اعتماد جوړونې د اقداماتو د یوې برخې په توګه  د اقتصادي خبرواترو  او ملګرتیاؤ په باب ټينګار کړی  چې  دا موضوع به تر یوه حده وخت واخلی .  هغه له دې مخکې  د ابوظبئ په یوې سټراټژيکې ناستې کې وئيلي وو،چې هیواد ئې  له ایران سره په باؤر جوړونې او له تهران سره د تاؤتریخوالو په کمولو بوخت دی . د اماراتو دغه  چارواکي همداراز منلې  وه چې  له ایران سره له مخامخیدنې سره هیڅ  ګروهنه نه لرو ،ځکه  نتیجې به ئې د اوږدمهال لپاره  سیمې ته متوجه وي .

د ایران د اسلامی جمهوریت  مرستیال خارجه وزیر علی باقری کني  اماراتو ته په سفر کې له انور قرقاش سره  لیده کاته او خبرې کړې وې .