د عراق د ولسی ځواک ړنګیدل،د امریکا،اسرائيلوغوښته ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i109466-د_عراق_د_ولسی_ځواک_ړنګیدل_د_امریکا_اسرائيلوغوښته_ده
مونږ  له مقاومته لاس په سر نه شو کیدلی ، ځکه  چې امریکا د  سورئې  پر تیلو اقتصاد او شتمنیو سلطه پیدا کړې ده . 
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 10, 2021 03:12 Asia/Kabul
  • د عراق د ولسی ځواک ړنګیدل،د امریکا،اسرائيلوغوښته ده

مونږ  له مقاومته لاس په سر نه شو کیدلی ، ځکه  چې امریکا د  سورئې  پر تیلو اقتصاد او شتمنیو سلطه پیدا کړې ده . 

 النجباء ټيلیویژني چینل راپور ورکړ،  د عراق د النجباء اسلامی مقاومتي غورځنګ عمومی منشي شیخ اکرم الکعبی پرون د مقاومت ډلو دقوماندانانو په ټول کې  چې  امریکائي ضد عملیات ئې ترسره کړي ،ووئيل ، د فلسطین او قدس موضوع دعراق د مقاومت په زړه کې ځاي لري . 

الکعبی زیاته کړې ، مونږ  له مقاومته لاس په سر نه شو کیدلی ، ځکه  چې امریکا د  سورئې  پر تیلو اقتصاد او شتمنیو سلطه پیدا کړې ده . 

 د النجباء غورځنګ عمومی منشي ټینګار کړی، که ولسی بیسیج او مقاومت (الحشدالشعبي ) چې  داعش او دهغو اربابانو ته ئې ماته ورکړې ،  نه وائ ، نو د عراق او سیمې وضعیّت ډير مختلف ؤ .

 ا لکعبي  په دوام کې ووئيل ، باید  د ولسی بسیجي تفکر  د حکومت  نورو اورګانونو ته هم  وغزیږي او د ولسی بسیجي ځواک  ړنګول ، دامریکا، اسرائيلو او عربستان  او اماراتو یوه جدي غوښتنه ده .  

 هغه په عین حال کې ټینګار وکړ ، په عراق کې دملګروملتو ټیم  هم   د داخلی جنګ په رامینځةکولو پسې دی ،عراقي بهیرونه باید  خپل مشکلات  دبهرنیو  او ملګروملتو له لاسوهنې پرته  پخپلو کې سره حل کړي .