متحده عربي اماراتو کښې د امریکا پوځیان پټ شوي وو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i111422-متحده_عربي_اماراتو_کښې_د_امریکا_پوځیان_پټ_شوي_وو
میډل ایسټ نیوز راپور ورکړ په ابوظهبۍ باندې د یمن د پوځ د ډرون او د توغندیو له حملې وروسته د امریکا د ترهګرو عسکرو ویاند اعتراف وکړ د واشنګټن پوځیان په متحده عربي اماراتو باندې د یمن د پوځ په احتمالي حملې باندې د اندیښنې په دلیل په پناه ځایونو کښې پټ شوي وو .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jan 23, 2022 02:34 Asia/Kabul
  • متحده عربي اماراتو کښې د امریکا پوځیان پټ شوي وو

میډل ایسټ نیوز راپور ورکړ په ابوظهبۍ باندې د یمن د پوځ د ډرون او د توغندیو له حملې وروسته د امریکا د ترهګرو عسکرو ویاند اعتراف وکړ د واشنګټن پوځیان په متحده عربي اماراتو باندې د یمن د پوځ په احتمالي حملې باندې د اندیښنې په دلیل په پناه ځایونو کښې پټ شوي وو .

د امریکا د پوځ د مرکزي قومندنۍ سیڼټکام ویاند ویلیم اوریان پرون وویل په ابوظهبۍ باندې د یمن له حملې وروسته د امریکا پوځیان د ابوظهبۍ په الظفره هوايي ډګر کښې له ځایي وخت سره سم د د شپې نهه (۹) بجي کابو دیرش (۳۰) دقیقې تیارسی وو .

هغه وویل د امریکا پایلوټانو ته هم حکم ورکړل شوی و چې په پینځو (۵) دقیقو کښې محافظتي تجهیزات چمتوکړي چې دغه حالت څلرویشت (۲۴) ساعته دوام درلود .